ایکنانیوز د اسلامي کلتور او اړیکو د ادارې د عامه اړیکو او اطلاعاتو له قوله راپور راکوي، دا تخصصي ورکشاپ چې د یوې اوونۍ لپاره په اسلامآباد ښار کې ترسره کیږي، د پاکستان له بېلابېلو برخو څخه د ممتازو قاریانو په ګډون جوړ شوی دی.په دغه ورکشاپ کې د غږ او لهجې یا صوت او لحن تخنیکي موضوعګانې ، لکه د غږ جوړونې مهارتونه له اړینو تمرینونو سره، د مقاماتو او اجناسو تمرین، د اوج اخیستلو او انتقال طریقې، د قاریانو لپاره د اړتیا وړ سټایل بیلګې او د معناوو د رسولو مهارتونه تدریس کیږي.
د دغه ورکشاپ د پرانیستې په دستورو کې، په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت کلتوري سلایار مجید مشکي د پاکستان په هېواد کې د قرآني وړتیاؤ د شتون او د دغې خاورې د خلکو د قرآني محفلونو او غونډو سره د بې مخینې مینې یادونه وکړه او وې ویل: «له بده مرغه، د دغو استعدادونو او لیوالتیا ؤ په تناسب، مونږ په نړیواله کچه د پاکستانیو ممتازو قاریانو کم ګډون او څرګندېدنه وینو، او د دغې ستونزې جبرانول یوازې د تخصصي زدهکړو او ځانګړو ورکشاپونو په جوړولو سره ممکن دی.
هغه زیاته کړه: هیله لرو چې د پاکستان ممتاز قاریان به د استاد شاهمیوه د شتون له دې فرصته پوره ګټه پورته کړي او له دغې دورې وروسته به د پاکستان له هېواده د ممتازو قاریانو د روزنې او په نړیوال اسلامي کچه د هغوی د شتون بهیر ووینو.»
دا دوره په پاکستان کې لومړی ځل دی چې ترسره کیږي او موخه یې د پاکستانیو قاریانو د تخنیکي او مهارتي کچې لوړول دي، څو دوي په اسلامي هېوادونو کې د قران د قرائت په سیالیو کې غوره رتبه او مقامونه ترلاسه کړئ شي.
https://iqna.ir/fa/news/4281546